افغانستان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او یونیسف په افغانستان کې د پراختیايي پروژو پر پراختیا ټینګار وکړ

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور نن سه‌شنبه د یونیسف دفتر له استازي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د یونیسف استازي په ټول هېواد کې د امنیت له ټینګښت څخه خوښي څرګنده کړه او د دغه بنسټ د فعالیتونو او پروژو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

د یونیسف استازي وویل، چې دغه بنسټ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په همغږۍ او د خلکو د اړتیاوو له مخې، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د اوبو رسولو او نورو برخو کې پروژې پلې کړې دي او په پام کې لري چې د دغه وزارت په همکارۍ نورې پراختیايي پروژې هم پلې کړي.

ملا عبداللطیف منصور د یونیسف له همکاریو مننه وکړه او د دغو همکاریو پر دوام، په ټاکلي وخت د پروژو پر بشپړولو او د کیفیت د معیارونو پر مراعتولو یې ټینګار وکړ، څو خلک له وړاندې کېدونکو خدمتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي. د لیدنې په پای کې دواړو لورو د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button