د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی، چې له ۲۰۲۳ څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کلونو پورې شاوخوا ۴.۹ میلیونه کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د دغه بنسټ په وینا، دې بهیر په هېواد کې پر کاري فرصتونو، بنسټیزو خدمتونو او زیربناوو فشار زیات کړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې د «REVIVE II» پروګرام له لارې د یو شمېر ولایتونو د سیمهییزو ټولنو لپاره د مرستو چمتو کولو چارې روانې دي. دغه مرستې به د خلکو د ژوند د معیشت پر ښهوالي او بنسټیزو خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي پر زیاتولو متمرکزې وي.
#افغانستان #ملګري_ملتونه #راستانه_شوي_کډوال #معیشت #بنسټیز_خدمتونه







