افغانستانسیمه

ازبکستان افغانستان ته د توکو د لېږد لګښتونه زیاتوي

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ شرکت اعلان کړی چې د خپلو عوایدو د کمېدو د مخنیوي لپاره به د ۲۰۲۶ کال د نومبر له ۷مې نېټې څخه افغانستان ته د توکو پر لېږد اضافي لګښتونه وضع کړي. د دې پرېکړې له مخې، د اوسپنې پټلۍ له لارې د هر واګون د لېږد اضافي لګښت له ۶۷ څخه تر ۱۰۹ ډالرو او د سړک له لارې د لېږد لګښت د واټن له مخې له ۲۳۵ څخه تر ۶۳۷ ډالرو پورې ټاکل شوی دی.

دغه لګښتونه پر ډېری هغو توکو لګېږي چې د ازبکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي او په ترمذ ښار کې بېرته پر نورو واګونونو بارېږي؛ خو غنم، تېل، د تېلو محصولات او ګاز له دغو لګښتونو څخه مستثنا دي.

په ورته وخت کې، ازبکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو نهو میاشتو کې شاوخوا ۳۵۷ زره او ۵۰۰ بهرني وګړي د سوداګرۍ په موخه دغه هېواد ته تللي دي. دغه شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۰.۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ازبکستان د ملي احصایې کمېټې د شمېرو له مخې، افغان وګړي د ۳۲۳ زره او ۶۶۰ تنو په شمېر د سوداګرۍ په موخه دغه هېواد ته د تلونکو بهرنیو وګړو په ډله کې لومړی ځای لري. ورپسې د ترکمنستان وګړي د ۲۴ زره او ۱۹۶ تنو او د تاجکستان وګړي د ۶ زره او ۴۱۲ تنو په شمېر په دویم او درېیم ځای کې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button