افغانستان

د بهرنیو چارو وزارت کې د «اهل سنت والجماعت عقیده» کتاب په اړه علمي غونډه جوړه شوه

د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده د «اهل سنت والجماعت عقیده» په نوم د کتاب د علمي او اعتقادي ارزښت په اړه د یوې علمي غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جهادي اثارو د ساتنې رییس مفتي محمد طاهر احمد ویناوې وکړې. همدارنګه، د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر مسوولینو او کارکوونکو او د اسلامي امارت د سفارتونو، قونسلګریو او استازولیو استازو هم ګډون کړی و.

ویناوالو د کتاب د علمي او اعتقادي محتوا او د اسلامي عقیدې په زده‌کړه کې د هغه د رول په اړه خبرې وکړې. امیرخان متقي د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو وغوښتل چې دغه اثر په دقت سره مطالعه کړي او د اعتقادي مسایلو پر پوهې یې ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت ویاند شاوخوا اته میاشتې وړاندې د دغه کتاب د چاپ خبر ورکړی و. په دې اثر کې پر سمې عقیدې او د شریعت له احکامو سره سم پر عمل کولو ټینګار شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button