افغانستانسیمه

هند د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه په کلکه غندي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د تېرې شپې د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په ملکي سیمو کې د پاکستاني پوځ له خوا هوايي بریدونه په کلکه غندي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شول.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال دا بریدونه “د پاکستان د داخلي ناکامیو او کمزورتیاوو د پټولو لپاره یوه ښکاره هڅه” وبلله او هغه یې د افغانستان د حاکمیت او نړیوال قانون څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

نوي ډیلي د افغانستان د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ لپاره خپل کلک ملاتړ بیا تکرار کړ او د داسې تیریګرو کړنو د سمدستي بندولو او د ښه ګاونډیتوب د اصولو د درناوي غوښتنه یې وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button