نړۍ

لولا دا سیلوا د څلورم ځل لپاره د برازیل د ولسمشر په توګه وټاکل شو؛ بهرنی لاسوهنه مو ماته کړه

د برازیل ولسمشر لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ۵۱.۷۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی شو او د څلورم ځل لپاره یې دا مقام وګاټه.

د اعلان شویو پایلو له مخې، د ۹۹ سلنې څخه د زیاتو رایو تر شمېرلو وروسته، فلاویو بولسونارو ۴۸.۲۵ سلنه رایې ترلاسه کړې دي. لولا دا سیلوا چې په لومړي پړاو کې دویم ځای خپل کړی و، په پای کې د ټاکنو ګټونکی شو.

لولا دا سیلوا د خپلې بریا له اعلان وروسته وویل: «برازیل د هېڅ هېواد انګړ نه دی.» هغه زیاته کړه چې خلک یې دې ته قانع کړي وو، څو د ډیموکراسۍ د ساتنې لپاره رایه ورکړي.

د برازیل نوي ټاکل شوي ولسمشر همداراز وویل چې د ډیجیټلي پلېټفارمونو له لارې یې بهرنۍ لاسوهنې په پرېکنده توګه ماتې کړې دي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37576?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button