افغانستانسپورت

د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو کم عمره ملي لوبډله آذربایجان ته ولاړه

د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړي د ۲۰۲۶ کال د فوټبال په نړیوال فستیوال کې د ګډون په موخه له کابله آذربایجان ته روان شول، چې د دغو سیالیو کوربه‌توب کوي.

دغه فستیوال د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له خوا جوړ شوی او موخه یې د نړیوالو سیالیو لپاره د فرصتونو برابرول او د فوټبال د ځوانو استعدادونو وده بلل شوې ده.

د راپورونو له مخې، د فیفا د شاوخوا ۱۹۰ غړو فدراسیونونو استازي به په دغه فستیوال کې ګډون وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button