افغانستان
په بدخشان او میدان وردګو کې د ۵۵۰ کیلوګرامو څخه د زیاتو نشهيي توکو کشف او ضبط
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د پولیسو ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت په تشکان ولسوالۍ او د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې ټولټال ۵۵۹ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ضبط کړي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، ۳۲۹ کیلوګرامه نشهيي توکي د بدخشان له تشکان ولسوالۍ او ۲۳۰ کیلوګرامه نور د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه ترلاسه شوي دي.
د دغو پېښو په تړاو درې تنه هم نیول شوي او د اړوندو دوسیو له بشپړېدو وروسته به عدلي او قضايي ادارو ته وسپارل شي.







