سیمه

یمن پر ریاض او ینبع د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړ

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع اعلان کړی، چې د سعودي عربستان د بریدونو په غبرګون کې د دغه هېواد ځواکونو پر ریاض او ینبع کې د اهدافو پر ضد دوه عملیات ترسره کړي دي.

د سریع په وینا، په دغو عملیاتو کې په ریاض کې یو حساس هدف او د ینبع ښار د ارامکو شرکت تاسیسات د بالستیک او کروز توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوي دي؛ هغه همداراز ویلي، چې دغه عملیات ټاکل شویو اهدافو ته رسېدلي دي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند همداراز ویلي، چې د جګړو د زیاتېدو له پیل څخه د تېرې ورځې تر ماښامه پورې، سعودي عربستان د یمن پر بېلابېلو سیمو څه باندې زر هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي، چې په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي او ملکي زیربناوو ته هم زیانونه اوښتي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button