افغانستاننړۍ

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د زیان‌منو کسانو د ملاتړ له امله د فنلنډ مننه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې، د فنلنډ د بهرني تجارت له وزیر ویل تاوي سره په لیدنه کې د زیان‌منو کسانو له ملاتړ څخه د دغه هېواد له امله مننه وکړه.

فاطمې همداراز د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې د راګیر هېوادونو او د پرمختیا په حال کې د کوچنیو ټاپووزمو هېوادونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي استازي له دفتر څخه د فنلنډ د ملاتړ له امله هم مننه وکړه.

نوموړې د دغه دفتر د خپلې دندې د پای ته رسېدو په اشاره، له ملګرو ملتونو سره د فنلنډ د همکارۍ او مشارکت پر دوام ټینګار وکړ.

#افغانستان #ملګري_ملتونه #یوناما #فنلنډ #رباب_فاطمه #نړیواله_همکاري

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button