سیمهنړۍ

د اسرائیلو د رژیم توپچي بریدونه او ډزې د سوریې پر جنوبي برخو

سیمه‌ییزو سرچینو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو نن، دوشنبه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي په ۳۰مه، د سوریې په سوېل کې د درعا ولایت لوېدیځې څنډې د توپچي بریدونو او ډزو هدف ګرځولې دي.

د راپورونو له مخې، د «جمله» او «عابدین» ښارګوټو شاوخوا ته درې توپ مرمۍ ویشتل شوې او د یرموک حوض پر سیمه د رڼا بمونه هم غورځول شوي دي؛ همداراز د «الرقاد» سیند درې او د هغې شاوخوا کرنیزو ځمکو پر لور ډزې شوې دي.

دغه بریدونه سیمې ته د دوو ټانکونو او دوو پوځي موټرو په ګډون د یوه پوځي ځواک له ننوتلو وروسته ترسره شوي دي؛ د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې د راپور له مخې، په دې پېښه کې تر اوسه د سیمې د اوسېدونکو د نیول کېدو یا له هغوی سره د نښتې راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې، د درعا او قنیطرې سرحدي سیمې لا هم د اسرائیلو د رژیم د پوځي فعالیتونو او ځواکونو د ځای پر ځای کېدو شاهدې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button