افغانستان
د آریانا افغان یوه کارګو الوتکه کابل ته ورسېده
د دولتي شرکتونو عمومي ریاست اعلان کړی چې د آریانا افغان شرکت د «B737-300» ډوله یوه چارټر کارګو الوتکه د دوشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي په ۳۰مه، د کابل نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.
د دغه ریاست په وینا، دغه الوتکه په هر پرواز کې د شاوخوا ۱۷ ټنه سوداګریزو توکو د لېږد ظرفیت لري او آریانا افغان له متحده عربي اماراتو څخه د «ایر چارټر اکسپرس» شرکت سره د یوه کال لپاره قرارداد لاسلیک کړی دی.
مسوولان وایي، له دې الوتکې څخه استفاده به سوداګرو ته زمینه برابره کړي چې د افغانستان محصولات او تولیدات په چټکه، خوندي او کملګښته توګه نړیوالو بازارونو ته ولېږدوي.








