په بلخ کې په یوه ناسته کې د ازبکستان د صادرونکو اتحادیې مسوولانو ویلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې د سوداګرۍ کچه له دوه میلیارد ډالرو اوښتې ده.
د هغوی په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره و، چې په ۲۰۲۵ کال کې یو میلیارد او ۸۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی و.
په همدې حال کې، د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی په افغانستان کې د توکو د برابرولو، د بیو د کنټرول او د احتکار د مخنیوي لپاره مهم بولي.








