د بلخ ولایت د مقام ویاند عطاءالله حاجي زید په ټولنیزه شبکه ایکس کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د صنعتي ښارګوټو لپاره د ۲۲ زره جریبه ځمکې د وېش د بهیر د پیل مراسم د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د یو شمېر وزارتونو د معینانو، د ادارو د مسوولینو، علماوو، د بلخ ولایت د سوداګرو او صنعتکارانو او خلکو په حضور کې ترسره شول.
دغه ځمکې د یوه صنعتي ښارګوټي د جوړولو لپاره په پام کې نیول شوې دي چې د خامو موادو د پروسس، معیاري تولیداتو او صادراتو لپاره به ځانګړې شي.
د بلخ ولایت د مقام په وینا، دغه صنعتي ښارګوټی به د صنعتونو د ودې او د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي لپاره مناسب زمینه برابره کړي او د هېواد د صنعت په پیاوړتیا او اقتصادي ودې کې به مهم رول ولري.








