د برېښنا شرکت د پلان، پروګرام او عملیاتي چارو ریاستونو مسوولینو او د ترکمنستان تخنیکي پلاوي د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد پروژې او د هرات د نورالجهاد سبسټېشن په اړه ګډه تخنیکي ناسته ترسره کړه.
د دغې ناستې په لومړۍ ورځ دواړو لورو د پروژو د بېلابېلو برخو، نویو پرمختګونو، تخنیکي ظرفیتونو، کاري بهیر، ستونزو، اړتیاوو او د چارو د اسانتیا لپاره پر لارو چارو بحث او خبرې وکړې.
ټاکل شوې چې د دغې ناستې په دوام کې د برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس ملا عبدالحق همکار په ګډون عمومي غونډه ترسره شي او د هوکړه شویو مواردو په اړه ګډې پرېکړې وشي.
د برېښنا شرکت د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد پروژه د هېواد د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو، د سوداګریزو او صنعتي برخو د پراختیا او د اقتصادي ثبات د پیاوړتیا لپاره له مهمو پروژو څخه بولي او د برېښنا د سترو پروژو د پلي کېدو د بهیر پر چټکتیا ټینګار کوي.







