د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د رومي بانجانو د رب ۱۳ فابریکې فعالیت کوي او په دې برخه کې د ټولې پانګونې کچه ۶۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
دغه فابریکې د خپل تولیدي فعالیت لپاره هره میاشت شاوخوا ۳ زره ټنه رومي بانجان اړتیا لري، چې له بزګرانو او کورنیو تولیدوونکو څخه یې اخلي.
د دغو فابریکو فعالیت، د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار د رامنځته کولو ترڅنګ، د رومي بانجانو د ضایعاتو په کمولو او د کورنیو محصولاتو د ارزښت په لوړولو کې هم مرسته کړې ده.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








