سیمه
د یمن په فضا کې تر نسکورېدو وروسته د سعودي بېپیلوټه الوتکې پاتې شوني
خپرې شوې انځورونه د سعودي پوځ اړوند د «کاریال» په نوم د یوې کشفي او برید کوونکې بېپیلوټه الوتکې پاتې شوني ښيي چې د راپورونو له مخې، د یمن د حجې ولایت په فضا کې د عملیاتو پر مهال د یمن د هوايي دفاع له خوا په نښه او نسکوره شوې ده.
په راپور کې ویل شوي چې دغه بېپیلوټه الوتکه د یمن پر خاوره د یوه دښمنانه تېري پر مهال په نښه شوې ده.







