د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر اخوند، د پنجشنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ لمریز کال د سنبلې په ۱۹مه، په افغانستان کې د ترکیې له سفیر، سادین آیلدز، سره لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو د پراختیا او په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.
ملا برادر په افغانستان کې د ترکي شرکتونو له فعالیتونو څخه مننه وکړه او له نورو ترکي پانګهوالو څخه یې هم وغوښتل چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. نوموړي ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت به ترکي پانګهوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همداراز په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل او هغوی ته د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.
د ترکیې سفیر هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې له زیاتوالي خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره د ترانسپورټ، ترانزیټ، روغتیا، زدهکړو او نورو اقتصادي برخو کې اړیکې پراخې کړي.
سادین آیلدز زیاته کړه چې ترکیه به له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا او نړۍ ته د افغانستان د واقعي انځور د وړاندې کولو په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي همداراز وویل چې افغانانو ته د ویزو د صادرولو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او هڅه کوي چې دغه اسانتیاوې لا زیاتې کړي.








