افغانستان
د فراه ولایت کې د څه باندې ۳۴ کیلوګرامه تریاکو کشف او ضبط
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په یوه کشفي اقدام کې، دوه کسان د فراهرود ولسوالۍ له مربوطاتو څخه د څه باندې ۳۴ کیلوګرامه نشهيي توکو، چې تریاک دي، سره نیولي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، نیول شویو کسانو یاد نشهيي توکي په یوه نقلیه وسیله کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې چې بل ځای ته یې انتقال کړي.








