افغانستان

د ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د ۱۲.۶ میلیارد افغانیو نغدي مرستو وېش

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» د شپږمې غونډې پر مهال وویل چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د بانکي سیستم له لارې ۱۲ میلیارد او ۶۰۰ میلیونه افغانۍ نغدي مرستې ۶۵۰ زره یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو کسانو ته وېشلې دي.

د هغه په وینا، په ټول هېواد کې ۶۸۰ زره او ۵۸۳ یتیمان، کونډې او معلولیت لرونکي کسان ثبت شوي دي.

مجاهد زیاته کړه چې د امربالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۱۲ زره او ۵۱۰ رواني ناروغان د ټولنې له سطحې راټول کړي او د درملنې او پالنې لپاره یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته ورپېژندلي دي.

د اسلامي امارت ویاند همداراز وویل چې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۴۱۹ زره او ۷۵ مهاجرې کورنۍ، چې یو میلیون او ۹۹۷ زره او ۴۷۱ کسان کېږي، له پاکستان، ایران او ترکیې څخه افغانستان ته بېرته راستانه شوي دي.

د وړاندې شویو شمېرو له مخې، له پاکستان څخه ۲۱۰ زره او ۹۲۴ کورنۍ، له ایران څخه ۲۰۰ زره او ۹۲۱ کورنۍ او له ترکیې څخه ۲۳۰ کورنۍ هېواد ته بېرته راستنې شوې دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button