د ونزویلا موقته ولسمشره ډیلسي رودریګز له امریکا سره د نفتو تړون تایید کړی او هغه یې «تاریخي» بللی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې چې واشنګټن به د دغه تړون په چوکاټ کې د ونزویلا د نفتو له ۶۵ میلیارد بېرله ثابتو زېرمو څخه د نیمايي څخه د زیاتو کنټرول ترلاسه کړي او دغه تړون یې «د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی نفتی تړون» بللی دی.
ټرمپ ویلي چې دغه تړون به د امریکايي مالیه ورکوونکو لپاره له کوم لګښت پرته، د نفتو عرضه زیاته کړي او په اوږدمهال کې کولای شي په امریکا کې د پټرولو د بیې په کمېدو کې مرسته وکړي.
رودریګز هم ویلي چې دغه تړون کولای شي ونزویلا ته له ۱۰۰ میلیارد ډالرو څخه زیاته پانګونه او له ۲۰۹ میلیارد ډالرو څخه زیات مالیاتي عواید








