د مکې دفاعي تړون غړو هېوادونو د سعودي عربستان د امنیت پر ملاتړ ټینګار کړی؛ پر یمن د دغه هېواد بریدونو ته هېڅ اشاره نه ده شوې
د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې لوړپوړو چارواکو په اسلاماباد کې د مکې تړون د ستراتیژیکې، سیاسي او دفاعي کمېټې په غونډه کې د یمن د وسلهوالو ځواکونو لهخوا پر سعودي پوځيانو او ستراتیژیکو تاسیساتو پرلهپسې بریدونه وغندل او د دغه هېواد د امنیت او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره یې د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له دې غونډې وروسته وویل، چې درېیو هېوادونو د سیمې امنیتي وضعیت ارزولی او د سیمهییزې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د نوموړي په وینا، لورو هوکړه کړې چې د دفاعي صنایعو، ټکنالوژۍ پراختیا، روزنې او د وسلهوالو ځواکونو د وړتیا لوړولو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.
په همدې حال کې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې انقره د دغه تړون په چوکاټ کې د دفاعي برخې په تړاو د سعودي عربستان ملاتړ کوي؛ خو تر اوسه یمن ته د ځواکونو د استولو په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
د مکې د ګډ دفاعي تړون د روان کال د اګست په اوومه د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې یې پر یوه غړي هېواد وسلهوال برید پر ټولو درېیو هېوادونو برید ګڼل کېږي.
دغه دریځ په داسې حال کې نیول کېږي، چې پر یمن د سعودي عربستان پوځي بریدونه او د دغه هېواد ملکي سیمو، زېربناوو او سوداګریزو بندرونو ته زیانونه هم د یمن په جګړه کې له جنجالي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
خو د اسلاماباد د غونډې په اعلامیه کې د دغو بریدونو او پر یمني ملکي وګړو د هغوی د اغېزو په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.







