افغانستان

په ننګرهار کې د مالټو بڼونه زیات شوي؛ سږ کال به ۹ زره ټنه حاصلات راټول شي

په ننګرهار ولایت کې د مالټو د بڼونو مساحت د تېر کال په پرتله ۲۳۰ جریبه زیات شوی او اوس یو زر او ۸۷۵ جریبو ته رسېدلی دی. اټکل کېږي، چې سږ کال به له دغو بڼونو څخه ۹ زره ټنه مالټې راټولې شي.

 په ننګرهار کې د مالټو بڼونه په ۱۵ ولسوالیو کې پراخ شوي دي. تېر کال له یو زر او ۶۴۵ جریبه بڼونو څخه ۸ زره او ۷۱۶ ټنه مالټې راټولې شوې وې.

 همدارنګه، په دغه ولایت کې د کرنې د ترویج کارکوونکو شاوخوا ۱۱ زره بزګرانو او بڼوالو ته د بڼونو د ساتنې، د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي او د بڼوالۍ د لارو چارو د ښه والي په اړه روزنه ورکړې ده.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، چې د لیمويي مېوو د بڼونو په پراختیا او د عصري بڼوالۍ د لارو چارو په دودولو سره د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي لپاره هڅې کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button