افغانستان
د هرات اسلامکلا بندر له ګمرکه د بېکیفیته نفتي او غیرنفتي توکو ۲۷ باروړونکي موټرونه بېرته ګرځول شوي
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر خبر ورکړی، چې ۲۷ باروړونکي موټرونه، چې بېکیفیته نفتي او غیرنفتي توکي یې لېږدول، پرون د اسلامکلا له ګمرکه بېرته صادرونکو هېوادونو ته ګرځول شوي دي.
په دغو توکو کې د پټرولو ۱۲ موټرونه، د ډیزلو ۱۰ موټرونه، د ګازو څلور موټرونه او یو موټر د توشکو او بالښتونو بار شامل دي، چې د کیفیت د اړینو معیارونو د نه لرلو له امله هېواد ته د ننوتلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د دې اقدام موخه هېواد ته د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی، د مصرفکوونکو د حقونو ساتنه او د ټاکل شویو معیارونو د پلي کېدو ډاډ ترلاسه کول بلل شوي دي.








