سیمه

د الحدیده پر بندر او د صنعاء پر هوايي ډګر هوايي بریدونه؛ یمن سعودي بندرونه ګواښلي دي

 د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د چهارشنبې په سهار د الحدیده بندر اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې دا سیمه پرېږدي. له دې خبرداري وروسته، د المسیره ټلوېزیون خبریال پر الحدیده بندر د برید خبر ورکړی دی.

 المسیره ټلوېزیون همدارنګه راپور ورکړی چې سعودي جنګي الوتکو د یمن پر پلازمېنه صنعاء د نړیوال هوايي ډګر په نښه کړی دی.

 په همدې حال کې، د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند یحیی سریع خبرداری ورکړی چې که د الحدیده پر بندر د برید په اړه د سعودي عربستان ګواښ عملي شي، یمني ځواکونه به د سعودي عربستان ټول بندرونه په نښه کړي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button