نړۍ
د مېګن مارکل پلار د ماشومانو د جنسي ځورونې د انځورونو د ساتلو په تور نیول شوی
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې توماس مارکل، د مېګن مارکل پلار او د بریتانیا د شهزاده هیري خسر، د ماشومانو د جنسي ځورونې اړوند انځورونو د ساتلو په تور د امریکا په فلوریډا ایالت کې نیول شوی دی.
د امریکا فدرالي څېړنو ادارې (FBI) ویلي، چې توماس مارکل تورن دی، چې بېګناه ماشومان یې په نښه کړي او داسې انځورونه یې ساتلي، چې پکې له قانوني عمر څخه کمې نجونې لوڅې ښکاري.
د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی، چې که نوموړی په دې تور مجرم وپېژندل شي، ښايي تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې توماس مارکل تر دې وړاندې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او هغه یې «دروغ» بللي دي.








