والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) د روسیې په خاوره کې د پوځي اهدافو د برید لپاره بېلابېل انتخابونه ارزوي.
د راپور له مخې، په ارزول کېدونکو انتخابونو کې د روسیې پر پوځي اډو، د اکمالاتي توکو پر زېرمتونونو او د دفاعي صنایعو پر تاسیساتو بریدونه شامل دي، چې د جګړې له لومړۍ کرښې څخه په لرې پرتو سیمو کې موقعیت لري؛ نه یوازې پر هغو ځواکونو چې له پولو اوړي.
د اوږد واټن بریدونو دغه انتخابونه د جون په میاشت کې د ناټو په یوه اړوند کنفرانس کې تر بحث لاندې نیول شوي او د دې ائتلاف د دفاعي ستراتیژۍ د ارزونې یوه برخه بلل شوې ده.
#ناټو #روسیه #اوکراین #وال_سټریټ_ژورنال #د_اوکراین_جګړه








