نړۍ

ډیموکراتانو د امریکا د سنا مجلس کنټرول ترلاسه کړ؛ جمهوري‌پال له ټاکنیزې ماتې سره مخ شول

د امریکا د کانګرېس د منځ‌مهالو ټاکنو د تازه پایلو له مخې، ډیموکراتانو د جمهوري‌پالو د ۴۰ څوکیو په مقابل کې ۵۱ څوکۍ ترلاسه کړې او د سنا مجلس کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی. په استازو جرګه کې هم ډیموکراتان د جمهوري‌پالو د ۱۰۸ څوکیو په مقابل کې د ۱۹۵ څوکیو په ترلاسه کولو سره مخکې دي.

د استازو جرګې رییس او د ډونالډ ټرمپ متحد مایک جانسن، د جمهوري‌پالو ټاکنیزې ماتې ته په اشارې ویلي، چې دا د دوی د ګوند لپاره یوه سخته شپه وه او د ټاکنو له پایلو ناهیلی شوی دی. نوموړي ژمنه کړې، چې جمهوري‌پال به د ۲۰۲۸ کال په ټاکنو کې یو ځل بیا د استازو جرګې کنټرول ترلاسه کړي.

په همدې حال کې، د استازو جرګې د ډیموکراتانو مشر حکیم جفریز د ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ویلي: «امریکا بېرته راګرځېدلې ده.» د راپور له مخې، ټاکل شوې نوموړی په راتلونکې دوره کې د امریکا د استازو جرګې د لومړني تورپوستي رییس په توګه دنده ترسره کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button