د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې نوي ډیلي د افغانستان له خلکو سره د خپلې روغتیايي همکارۍ په دوام کې، په کابل کې یوه دولتي روغتون ته ځینې درمل او طبي توکي ورکړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، د پنجشنبې په ورځ په ایکس کې وویل چې دا مرسته د افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د هند د اوږدمهاله همکارۍ په چوکاټ کې شوې ده.
هغه د هغه روغتون نوم مشخص نه کړ چې دا مرسته یې ترلاسه کړې ده.
#هند #افغانستان #کابل #روغتیا_مرسته #درمل #سفیر_ټی وی







