سیمهنړۍ

د سومالیا سمندري غلو د ۲۳ کسیزې ایراني کب نیوونکې بېړۍ تښتولې

د هند په سمندر کې د اروپايي ټولنې د سمندري امنیت مرکز او د سومالیا د پونټلنډ سیمې امنیتي سرچینو ویلي، چې وسله‌والو سمندري غلو د سومالیا شمال ختیځو سواحلو ته څېرمه د ایراني کب نیوونکو یوه بېړۍ تښتولې ده.

د راپورونو له مخې، په دې بېړۍ کې ۲۱ ایراني کب نیوونکي او دوه سومالیایي ساتونکي سپاره وو او د بېړۍ تښتونه د بېلا بندر ته څېرمه د اتو وسله‌والو کسانو له خوا شوې ده.

یوه امنیتي چارواکي ویلي، چې د سمندري غلو شمېر د ساتونکو په پرتله ډېر و او بریدګرو وتوانېدل چې هغوی مات کړي.

د اروپايي ټولنې د سمندري امنیت مرکز ویلي، چې د راپور د خپرېدو پر مهال د بېړۍ د عملې د وضعیت او خوندیتوب په اړه معلومات نه وو ترلاسه شوي.

فرانس پرېس خبري آژانس راپور ورکړی، چې په سومالیا کې د سمندري غلو فعالیتونه یو ځل بیا زیات شوي او د اپرېل له میاشتې راهیسې په دې سیمه کې لږ تر لږه ۱۵ بریدونه ثبت شوي دي.

#سومالیا #سمندري_غله #ایراني_بېړۍ #کب_نیوونکي #د_هند_سمندر #سمندري_امنیت

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button