والسټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو د رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې په سهار په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې د وروستیو تحولاتو او د ایران د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، دا ټیلیفوني اړیکه په داسې حال کې شوې، چې واشنګټن پر ایران د احتمالي هوايي بریدونو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.
#امریکا #اسرائیل #ټرمپ #نتانیاهو #ایران #هوايي_بریدونه








