نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د امریکا په لوېزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیولي او پلان لري چې څه باندې ۱۵۰ تنه یې د پاکستان له لارې بېرته افغانستان ته ولېږي.
د راپور له مخې، د نیول شویو کسانو یو شمېر یې د هغو کسانو خپلوان دي چې په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
نیویارک ټایمز زیاته کړې چې ښايي د دغو کډوالو د لېږد لومړۍ الوتنه د نومبر په دویمه نېټه ترسره شي.
ټاکل شوې چې پاکستان خپلې خاورې ته د هغوی له لېږد وروسته، دغه کسان د ځمکنۍ لارې له افغانستانه وباسي.








