سیمهنړۍ

الازهر په سیمه کې د ترینګلتیاوو د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب کمېټې د جوړېدو غوښتنه وکړه

د مصر دیني بنسټ الازهر د عربي او اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون د یوې کمېټې د ژر تر ژره جوړېدو غوښتنه کړې، څو د منځګړیتوب، د اختلافونو د حل او په سیمه کې د بېلتون او جګړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.

دغه غوښتنه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي. د الجزیرې د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د یمن په صعده ولایت کې د یوه هوايي برید له امله نهه تنه، چې پنځه ماشومان او دوې ښځې هم پکې شاملې دي، شهیدان شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د همدې راپور پر بنسټ، د سعودي عربستان په نجران ولایت کې هم د حوثیانو له لوري د توغول شوي توغندي د لګېدو له امله شپږ تنه ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button