افغانستاننړۍ

پیټ هګسېټ: د ناټو یوازې څو غړو هېوادونو په افغانستان کې په پوځي عملیاتو کې د پام وړ ونډه لرله

د امریکا د جګړې وزیر، پیټ هګسېټ ویلي، چې په افغانستان کې د آیساف په ماموریت کې له شاوخوا ۵۰ ګډونوالو هېوادونو څخه یوازې نږدې پنځو هېوادونو په پوځي عملیاتو کې د پام وړ ونډه لرله.

هګسېټ د ټېنېسي پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي، چې په یوه پوځي ائتلاف کې غړیتوب یوازې د بیرغ پورته کولو په معنا نه دی؛ بلکې هېوادونه باید پیاوړی پوځ، پرمختللي تجهیزات او د پوځي یرغل د ترسره کولو وړتیا هم ولري.

هغه زیاته کړې، چې په کابل کې د ناټو په دفتر کې د آیساف په ماموریت کې د شاوخوا ۵۰ ګډونوالو هېوادونو بیرغونه رپېدل؛ خو د نوموړي په وینا، یوازې نږدې پنځو هېوادونو په یرغل کې د پام وړ ونډه لرله او له دغو هېوادونو څخه هم یوازې یوه یا دوو هېوادونو په جګړه‌ییز یرغل کې مهم رول لوبولی و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button