شمالي کوریا د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د هوښیارې اژدرې د بریالۍ ازموینې خبر ورکړ
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس (KCNA) د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې دې هېواد د پنجشنبې په ورځ د یوې نوې تر اوبو لاندې اژدرې تخنیکي پرمختګونو د ارزونې په موخه ازموینه کړې ده؛ پیونګیانګ دغه ازموینه د خپل سمندري ځواک د وړتیاوو د پراختیا په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
د راپور له مخې، نوې اژدره په لوړ سرعت حرکت کوي او د هدفونو د پېژندلو او د خپلې لارې د ټاکلو لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټه اخلي. د شمالي کوریا چارواکو ویلي، چې د دې اژدرې د خوځښت سیستم ټکنالوژي په تېرو پنځو کلونو کې او د څه باندې ۱۸۰ ازموینو په ترڅ کې پرمختللې شوې ده.
دغه ازموینه وروسته له هغې ترسره شوه چې پیونګیانګ د دوو ډوله ستراتیژیکو کروز توغندیو د ازموینې خبر ورکړ؛ دغه توغندي له اوبتلونو څخه توغول کېدای شي. د دې هېواد د چارواکو په وینا، د دغو ازموینو موخه د سمندري ځواک د عملیاتي وړتیا او پوځي بازدارندګۍ د ظرفیت ارزونه وه.
بل لور ته، جنوبي کوریا هم د خپلو پرمختللو وسلو پراختیا ته دوام ورکوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هېواد ولسمشر، لي جې مېونګ، تېره اوونۍ د کورني جوړ شوي هایپرسونیک توغندي د لومړي ځل توغولو پر ازموینه څارنه کړې ده؛ دغه توغندی د الوتنې پر مهال د خپلې لارې د بدلولو وړتیا لري.
دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د کوریا په ټاپووزمه کې ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي او دواړه هېوادونه د داسې وسلو د سیستمونو د پراختیا لپاره سیالي کوي چې د توغندیو له دفاعي سیستمونو څخه د تېرېدو وړتیا ولري.







