افغانستاننړۍ

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي د منځنۍ اسیا د ثبات د ټینګښت لپاره پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ

د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي، طلعت‌بیک مسادیکوف، ویلي چې دغه سازمان په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د ټولو هېوادونو لپاره د برابر امنیت پر بنسټ په اوراسیا کې د نوي امنیتي جوړښت له رامنځته کولو ملاتړ کوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، مسادیکوف د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۱۶مه، د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو مشترک‌المنافع ټولنې او د شانګهای د همکارۍ سازمان په ګډه غونډه کې، چې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه جوړه شوې وه، د ټولو هېوادونو لپاره د برابر او نه‌بېلېدونکي امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه چې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان چمتو دی له ټولو هغو شریکانو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي چې د دغه سازمان له اصولو او موخو سره ګډ نظر لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button