د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیوزمکس شبکې سره په مرکه کې د خپل هېواد د پوځي ځواک په اړه په ټینګار او له مبالغې ډکو څرګندونو سره ادعا وکړه، چې د امریکا اټومي ځواک له روسیې ډېر دی او چین په درېیم ځای کې دی؛ خو نوموړي په دې مرکه کې د خپلو ادعاوو د ملاتړ لپاره خپلواک شواهد وړاندې نه کړل.
ټرمپ همدارنګه وویل، چې امریکا به د ایران پر ضد له اټومي وسلو څخه کار وانخلي. هغه ټینګار وکړ، چې د «ټولو بمونو مور» په نوم یاد شوی بم اټومي نه دی، بلکې یو متعارف بم دی، چې د ویجاړۍ لوړ ځواک لري. خو نوموړي د امریکا د وسلو د ځواک په بیانولو سره د دغه هېواد د مطلق پوځي برلاسي انځور وړاندې کړ؛ داسې انځور چې د ارزونې لپاره یې خپلواکو شواهدو او پرتلیزو معلوماتو ته اړتیا ده.
په همدې حال کې، سياېناېن شبکې راپور ورکړی، چې د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد پوځي انتخابونه د امریکا په پوځي کړیو کې تر ارزونې لاندې نیول شوي دي؛ خو د یوه پوځي انتخاب ارزول په دې معنا نه دي، چې د هغه د عملي کولو په اړه وروستۍ پرېکړه شوې ده.
د امریکا د اټومي برلاسۍ په اړه د ټرمپ څرګندونې په داسې حال کې په قاطع لحن مطرح شوې، چې یوازې د نوموړي ادعاوې د داسې برلاسۍ د ثابتولو لپاره کافي نه دي او باید د باوري معلوماتو او خپلواکو ارزونو پر بنسټ وڅېړل شي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








