لاوروف: د منځنۍ اسیا هېوادونه هم د «رنګینو انقلابونو» هدف ګرځېدای شي
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف خبرداری ورکړی چې هر هېواد، د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون، د هغه څه هدف ګرځېدای شي چې نوموړي د «لوېدیځ له خوا تنظیم شوي رنګین انقلابونه» بللي دي.
د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، لاوروف د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۱۶مه، په مسکو کې د منځنۍ اسیا او افغانستان په اړه د امنیتي غونډې پر مهال ویلي چې د روسیې په یو شمېر ګاونډیو هېوادونو کې د دا ډول خوځښتونو د پیلولو هڅې تر اوسه شنډې شوې دي.
نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د امریکا او ناټو د نورو غړو هېوادونو شل کلن حضور ته په اشارې ویلي چې د ده په وینا، د دغه حضور پایلې به د اوږدې مودې لپاره پاتې شي او د هغه وخت له میراث سره مبارزه به ډېر وخت ونیسي.
دغه غونډه د ډلهییز امنیت تړون سازمان، د خپلواکو دولتونو مشترکالمنافع ټولنې او د شانګهای د همکارۍ سازمان د استازو په ګډون جوړه شوې ده.








