په آذربایجان کې په ښوونځیو کې د حجاب د محدودیتونو پر ضد اعتراضونه؛ ۳۷ کسان نیول شوي
الجزیرې او د ارمنپرس خبري اژانس راپور ورکړی چې په آذربایجان کې په ښوونځیو کې د جامو اغوستلو د نویو مقرراتو له پلي کېدو وروسته، زدهکوونکو او والدینو په څو ښوونځیو کې اعتراضونه کړي او غوښتنه یې کړې چې حجاب لرونکو نجونو ته دې په درسي ټولګیو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.
د دغو راپورونو له مخې، د باکو په ځینو برخو او د مسالي په سیمه کې زدهکوونکو د دغو محدودیتونو پر ضد په ټولګیو کې له ګډون کولو ډډه کړې ده. د آذربایجان د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی چې په ښوونځیو کې د یونیفورم د مقرراتو د پلي کېدو اړوندو پېښو په تړاو ۳۷ کسان نیول شوي دي.
نوي مقررات چې د سپټمبر په میاشت کې تصویب شوي، هغه جامې محدودوي چې د چارواکو په وینا، د سیکولریزم له اصل او د ښوونځیو د یونیفورم له یووالي سره سمون نه لري. د راپورونو له مخې، د ځینو ښوونځیو مدیرانو له زدهکوونکو او ښوونکو غوښتي چې خپل حجابونه لرې کړي.
دغه اعتراضونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د آذربایجان ولسمشر، الهام علياف، تر دې وړاندې د نیوکو په غبرګون کې ویلي وو چې نور هېوادونه باید د دغه هېواد د ژوند په طرز کې لاسوهنه ونه کړي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








