د روسیې د امنیت شورا مرستیال منشي الکساندر ونیدیکتوف ویلي، امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي بنسټونو د بېرته جوړولو نیت نه پټوي.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دغو بنسټونو بیا جوړول به د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره مستقیم ګواښ وي. د هغه په وینا، د مسکو او کابل ترمنځ د امنیتي خبرو اترو یوه موخه د سیمې له بهرنیو هېوادونو څخه د پوځي حضور د بېرته راستنېدو مخنیوی هم دی.
ونیدیکتوف له افغانستان سره د روسیې همکاري د مسکو د ملي ګټو او په اوراسیا کې د ثبات د ټینګښت په چوکاټ کې بللې او زیاته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
هغه همداراز ویلي، چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د خپل پخواني تماس ډلې له لارې له کابل سره د همکاریو د بیا پیل موضوع ارزوي. نوموړي د دواړو هېوادونو اقتصادي همکاري د ترانسپورټ او انرژۍ په برخو کې د سیمهییزو پروژو د پرمختګ لپاره مهمه بللې ده.








