افغانستاننړۍ

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل؛ د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه د خبرو اصلي موضوع وه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې تازه ټاکل شوي ځانګړي استازي توماس فریلېسن د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، فریلېسن د امنیت د ټینګښت او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د لاسته راوړنو یادونه کړې او دواړو لورو د یو شمېر بشري او سیاسي موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

مولوي امیرخان متقي ویلي، نړیوالې ټولنې د نشه‌یي توکو د کښت پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د بزګرانو د ملاتړ او د بدیل معیشت د برابرولو لپاره اړینې مرستې نه دي کړې.

د اروپايي ټولنې استازي هم ویلي، چې د امنیت د ټینګښت او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ملاتړ د دې ټولنې رسمي دریځ دی او هڅه به وشي چې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button