افغانستانسپورت

د هېواد پنځه پارالمپیک ورزشکاران د ۲۰۲۶ کال په پارااسیايي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته روان شول

د هېواد پنځه ورزشکاران د پارا پاورلېفټینګ، پارا تکواندو او د مېز ټېنس په درېیو برخو کې د ۲۰۲۶ کال د آیچي–ناګویا د پنځم پړاو پارااسیايي لوبو کې د ګډون په موخه جاپان ته روان شول.

دغو ورزشکارانو تر سفر مخکې د المپیک، بدني روزنې او ورزش له عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق سره مخه‌ښه وکړه. ښاغلي وثیق هغوی ته د خیر دعا وکړه، په سیالیو کې یې د بریا هیله ورته څرګنده کړه او له هغوی یې وغوښتل چې په دغو سیالیو کې وځلېږي او د هېواد لپاره ویاړونه وګټي.

د پارااسیايي لوبو پنځم پړاو به د تلې له ۲۶مې د لړم تر ۲مې د جاپان په ناګویا ښار کې ترسره شي. ټاکل شوې چې د ۴۰ هېوادونو شاوخوا څلور زره ورزشکاران په دغو سیالیو کې د ۱۸ ورزشي څانګو په برخه کې ګډون وکړي.

#ورزش #پارالمپیک #پارااسیايي_لوبې #جاپان #ناګویا #د_هېواد_ورزشکاران

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button