سیمه

انصارالله په تعز کې د درېیو سیمو څخه د سعودي عربستان د ملاتړ وړ ځواکونو د شړلو خبر ورکړ

د انصارالله یوې پوځي سرچینې ویلي، چې د دې غورځنګ ځواکونو د تعز ولایت په «التربه» سیمه او د «الشمایتین» او «سامع» له ځینو برخو څخه د سعودي عربستان د ملاتړ وړ ځواکونه شړلي دي.

د دې سرچینې په وینا، له التربه سیمې وروسته، د انصارالله ځواکونو د «شرجب» پر لور پرمختګ کړی او د سعودي عربستان اړوند ځواکونه تعقیبوي.

دې سرچینې زیاته کړې، چې د یمن وسله‌وال ځواکونه د تعز ښار او شاوخوا سیمو د محاصرې د بشپړولو لپاره چمتووالی نیسي.

جلا راپورونه هم په تعز ولایت کې د جګړو د زیاتېدو او د دې ولایت په ځینو برخو کې د انصارالله ځواکونو د پرمختګ خبر ورکوي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36803?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button