د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د اېنبيسي شبکې له «Meet the Press» خپرونې سره په مرکه کې وویل، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او دی د جګړې لپاره نیویارک ته نه دي تللي، بلکې موخه یې د سولې لپاره د زمینه برابرول دي.
عراقچي ټینګار وکړ چې ایران به د هر ډول تېري پر وړاندې مقاومت وکړي؛ ان که شخړه هغه څه ته هم وغځېږي چې نوموړي «د قیامت جګړه» وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ورته وخت کې وویل چې تهران د «رښتینې ډیپلوماسۍ» لپاره چمتو دی.
#ایران #عباس_عراقچي #مسعود_پزشکیان #ډیپلوماسي #سوله #نیویارک








