البرهان: موږ د هېڅ هېواد اجازې ته اړتیا نه لرو
عبدالفتاح البرهان، د سوډان د واکمنۍ شورا مشر او د دغه هېواد د پوځ قوماندان، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته د هغه د ننوتلو ویزې د نه صادرېدو په غبرګون کې وویل، سوډانیان په خپل هېواد کې د پاتې کېدو لپاره د هېڅ هېواد اجازې ته اړتیا نه لري.
البرهان په خرطوم کې د یوه لوبغالي په مراسمو کې وویل: «موږ له هېڅ هېواد څخه ویزه نه غواړو او له هېچا اجازه نه اخلو.»
هغه همداراز ټینګار وکړ چې سوډان به د بهرني فشار او باجاخیستنې پر وړاندې تسلیم نه شي او چمتو نه دی چې د هېڅ لوري پر وړاندې امتیاز ورکړي یا سر ټیټ کړي.
امریکا د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په ۸۱مه ناسته کې د ګډون او وینا لپاره نیویارک ته د البرهان ویزه نه ده صادره کړې؛ بېلابېلو سرچینو ویلي چې دغه پرېکړه د سوډان په جګړه کې د اوربند د طرحې پر سر له اختلاف سره تړاو لري.
#سوډان #عبدالفتاح_البرهان #امریکا #ملګري_ملتونه #خرطوم








