د آسیا پراختیايي بانک رییس ماساتو کاندا وايي، دغه بانک به د نوې تګلارې له مخې له افغانانو سره خپل ملاتړ پراخ کړي او د بنسټیزو خدمتونو پر دوام، د ټولنو د مقاومت پیاوړتیا او د معیشتي فرصتونو پر رامنځته کولو به تمرکز وکړي.
کاندا په ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي چې د آسیا پراختیايي بانک له ۲۰۲۲ کال راهیسې د خپلو باوري شریکانو له لارې د خوړو خوندیتوب، روغتیا او زدهکړو په برخو کې له افغانانو سره مرسته کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د بشري اړتیاوو له زیاتېدو او د وضعیت له لا زیانمنېدو سره، دغه بانک به له افغانانو سره د مرستو رسولو ته دوام ورکړي او د مرستو د بهیر د اغېزمنې څارنې او حسابورکونې لپاره به هڅې وکړي.
د کاندا په وینا، ښځې به هم په ځانګړې توګه له دغو ملاتړونو څخه د هغو نوښتونو له لارې برخمنې شي چې د ښځو په مشرۍ پلي کېږي.








