افغانستان

په جلال‌اباد کې د ۵۰ ورزشکارانو په ګډون د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

د فری‌سټایل په برخه کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له‌خوا او د اتوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې، محمد ناصر میاخېل په فری‌سټایل، محمد باقر ابراهیمي په غرني سبک او نقیب‌الله په سړک‌یز سبک کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د دغو سیالیو د سړک‌یز او غرني سبک سیالۍ هم پرون له کابل څخه تر جلال‌اباد پورې په ۱۵۰ کیلومتره واټن کې ترسره شوې وې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button