نړۍ
اسرائیلو له جرمني څخه خپله تر ټولو لویه اوبتل ترلاسه کړ
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، اسرائیلو خپله تر ټولو لویه او درنه اوبتل له جرمني څخه ترلاسه کړې ده؛ دغه اوبتل د مدیترانې سمندرګي پر ساحل د حیفا بندر ته رسېدلې ده.
دغه اوبتل د جرمني د کیل ښار د TKMS بېړۍ جوړونې شرکت لهخوا جوړه شوې او د «دولفین» ټولګي شپږمه او وروستۍ اوبتل بلل کېږي.
نوې اوبتل له ۷۰ مترو څخه ډېره اوږدوالی لري او د اسرائیلو د سمندري ځواکونو تر ټولو لویه اوبتل بلل شوې ده. دغه اوبتل په ۱۰ د تورپیډو ویشتونکو نلونو سمبال ده.
#اسرائیل #جرمني #اوبتل #حیفا #سمندري_ځواکونه #مدیترانې_سمندر








