د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د پاکستان د پوځي رژیم له لوري تېره شپه پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو شوي بریدونه په کلکه غندلي او هغه یې د اصولو سرغړونه او ښکاره تېری بللی دی.
ښاغلي مجاهد خبرداری ورکړی چې اسلامي امارت به د دغو بریدونو په وړاندې پرېکنده دریځ غوره کړي او د نوموړي په وینا، دغو اقداماتو ته به مناسب ځواب ورکړل شي.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي چې په دغو بریدونو کې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
نوموړي د پاکستان د پوځي کړیو هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې بېپیلوټه الوتکې له افغانستان څخه پاکستان ته اوښتې دي او ویلي یې دي چې دا ډول ادعاوې د بریدونو د توجیه لپاره مطرح شوې دي.
#افغانستان #پاکستان #کندهار #پکتیا #خوست #هوايي_بریدونه #ذبیح_الله_مجاهد








