سیمهنړۍ

اردوغان: غزه د «ماشومانو په نړۍ کې پر تر ټولو لوی هدیره» بدله شوې ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې په خپله وینا کې وویل چې غزه د «ماشومانو په نړۍ کې پر تر ټولو لویه هدیره» بدله شوې ده او په دې سیمه کې ډېر فلسطیني ماشومان له غړو پرې کېدو سره مخ شوي دي.

اردوغان اسرائیل په غزه کې د «دولتي ترهګرۍ» په ترسره کولو تورن کړ او ویې ویل، فلسطیني ماشومان باید د جنګي الوتکو او بې‌پیلوټه الوتکو پر ځای، خوندي اسمان او په الوتنه کې پتنګان وویني؛ نوموړي همداراز د لبنان د ملکي وګړو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

د ترکیې ولسمشر د جګړې دوام ته په اشارې وویل چې د جګړې دوام د هېچا په ګټه نه دی او د هرمز په تنګي کې یې د بېړۍ‌چلونې د آزادۍ پر ساتلو ټینګار وکړ.

اردوغان همداراز په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو وروستي بریدونه، پرته له دې چې عامل یې څوک وي، د منلو وړ ونه بلل؛ د خپاره شوي راپور له مخې، د اسرائیل د رژیم پلاوي د هغه د وینا پر مهال د عمومي اسمبلۍ تالار پرېښود.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button